په ننګرهار کې د ۵۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ تشویقي سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د پهلوانۍ فدراسیون د ځايي استازولۍ له لوري د یاد ولایت په فوټبال لوبغالي کې د ۲۵۰ جوړو ۵۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د ۵۰ کلبونو ۵۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و او موخه یې د هیواد ملي سیالیو لپاره چمتو والی او ورزش ته د ورزشکارانو هڅول وو.
