ننګرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په مملې_نملې سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ملک پېروز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ملک پېروز لوبډلې خپلې سيالې مملې عوض لوبډلې ته د ۳_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې يادو سياليو ۱۵ ورځې دوام وکړ او موخه يې د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا رامنځته کول وو.