کندهار؛ په وطن ورزشي جمنازيوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندهار ولايت په وطن ورزشي جمنازيوم کې د قاسم جان اتل په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سياليو اتلولي مهتاب لوبډلې خپله کړه.
د دغو سياليو پايلوبه د مهتاب او سعادت لوبډلو ترمنځ ترسه شوه او په پايله کې مهتاب لوبډلې خپلې سيالې سعادت لوبډلې ته د ۴_۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د ورزشي مسئولینو له لوري کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شول.
