کنړ؛ برسرای شهزاده گانو لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۴۰
کنړ؛ برسرای شهزاده گانو لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د کنړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحراباد سيمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ له لوري د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د برسرای شهزاده گانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د برسرای شهزاده گانو او بحراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بحراباد لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف کېښود، برسرای لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۱۵ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو سېرلی، دويم مقام گټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ برگزاری رقابت های کشتی محلی با اشتراک۶۰ تن در ولسوالی در قد

رقابت های کشتی محلی با اشتراک ۶۰ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در ولسوالی در قد برگزار شد.

در این رقابت ها ۳۰ تن با شکست دادن حریفان خود دست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ برگزاری رقابت های رسیمان کشی با اشتراک۱۸ تن در شهر تالقان

رقابت های میان سه تیم با اشتراک ۱۸ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در مرکز شهر تالقان برگزار شد.

در این رقابت ها تیم محمد اسماعیل مقام اول و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

تخار؛ برگزاری رقابت های پرتاب سنگ با اشتراک ۴۰ تن در شهر تالقان

رقابت های پرتاب سنگ با اشتراک ۴۰ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در مرکز شهر تالقان برگزار شد.

در این رقابت ها محمد نظر،وحید الله و احسان الله. . .

BACK TO NEWS