کندهار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ملګرو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري په یاد ولایت کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د ملګرو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ملګرو او عقابان پرچمن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ملګرو لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
په دغو سیالیو کې شاه محمد د غوره لوبغاړي، زلمي د ډېرو ګولونو د ترسره کوونکي او پوپل د غوره ګول ساتونکي په توګه وپېژندل شول.
یادې سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې ورزشي فضأ د رامنځته کولو او په یاد ولایت کې د فوټسال د ودې په موخه ترسره شوې.
