افغان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي آسيا سیالیو په لړ کې مالدیف ته ماتې ورکړه
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د ٢٠٢٤ کال د مرکزي آسيا والیبال سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې مالدیف ته د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې له دې مخکې خپله لومړۍ لوبه کې ترکمنستان او دویمه لوبه کې ازبیکستان ته لوبې بایللې وې.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې د راتلونکې سه شنبې په ورځ له تاجیکستان سره د لوبې ډګر ته ښکته شي.
د ٢٠٢٤ کال مرکزي آسيا والیبال سیالۍ دوې ورځې مخکې د افغانستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، نیپال، مالدیف، سريلانکا، بنګله دېش او بوتان هېوادونو په ګډون د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند ښار کې پیل شوي دي چې د روانې اکتوبر میاشتې تر ٢٥مې نېټې پورې به دوام وکړي.
