خوست؛ په صبريو ولسوالۍ کې د صحراوال اتم پړاو ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په صبريو ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د صحرا بازانو او صحرا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لومړی توپوهنه صحرا بازانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته ۸۷ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې صحرا ټايګرز لوبډلې ياد هدف د شپږو لوبغاړو په زیان پوره کړ او په څلورو ویکټو يې بريا خپله کړه.
هېره دې نه وي چې یادې سیالۍ په ليګ شکل ترسره کېږي او يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.