خوست؛ په‌ صبريو ولسوالۍ کې د صحراوال اتم پړاو ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۲۲:۵۲
خوست؛ په‌ صبريو ولسوالۍ کې د صحراوال اتم پړاو ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له‌ لوري په‌ صبريو ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د صحرا بازانو او صحرا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لومړی توپوهنه صحرا بازانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته ۸۷ منډې هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې صحرا ټايګرز لوبډلې ياد هدف د شپږو لوبغاړو په زیان پوره کړ او په څلورو ویکټو يې بريا خپله کړه.

هېره دې نه‌ وي چې یادې سیالۍ په ليګ شکل ترسره کېږي او يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۳:۵۰
Background image

د هېواد د ورزش ادارې رهبري او د فوټبال فدراسیون رئیس، د فوټبال ملي لوبډلې د پرمختګ په اړه ګډه ناسته وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ او د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د صدرآباد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱
Background image

پکتيا؛ اتفاق لوبډلې د سيدکرم ولسوالۍ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سيالۍ د اتفاق لوبډلې. . .

BACK TO NEWS