کابل کې د ای ټي ايف تکواندو ملي فدراسیون شپږ ورزشکاران وستایل شول

org_admin
Sat, Feb 01 2025 1:47 PM
کابل کې د ای ټي ايف تکواندو ملي فدراسیون شپږ ورزشکاران وستایل شول

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس او د تکواندو فدراسیون د رهبري له لوري د المپيک ملي کمېټې د کنفرانسونو په تالار کې د ای ټي ايف تکواندو ملي فدراسیون شپږ ورزشکاران وستایل شول.

په دغه ستاینغونډه کې د ورزش ادارې رهبري له لوري د ای ټي ايف تکواندو هغه ورزشکاران وستایل شول، چې څو ورځې مخکې د ازبکستان هېواد په کوربتوب د ای ټي ايف سیاليو کې درېیم او څلورم دان کمربندونه ترلاسه کړي وو.

په دغه مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د المپيکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د یاد ریاست د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د ای ټي ايف تکواندو فدراسیون رهبري او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په پای کې د ښاغلي وثیق له لوري ای ټي ايف تکواندو شپږو ورزشکارانو ته درېیم او څلورم دان کمربندونه ورکړل شول او دوې ته د لا بریاوو غوښتونکی شو.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS