نیمروز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ نولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, Feb 16 2025 9:54 AM
نیمروز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ نولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کیک بوکسینګ نولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، په پایله کې ۲۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS