پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Mar 01 2025 1:31 PM
پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري او AWEC مؤسسې په مالي ملاټر د یاد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د وزیرستان زلمو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د وزيرستان زلمو او بانډوري ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بانډوري ساتونکو لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته ۶۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې وزيرستان زلمو لوبډلې ياد هدف د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول و.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS