افغان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه

org_admin
Sat, Mar 08 2025 11:41 AM
افغان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه

افغان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل فوټسال په څلور اړخیزو نړيوالو سیالیو کې، چې د دغه هېواد په کوربتوب ترسره کېږي، له کوربه پیاوړې برازیل لوبډلې څخه د ۱ ـ ۴ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.

په دغه سیالي کې د افغانستان په ګټه یوازنی ګول امید قنبري ترسره کړ.

افغان فوټسال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه نن ( د مارچ پر اتمه) د کابل په وخت مازیګر ۵:۳۰ بجې د ایران پر وړاندې ترسره کوي.

د برازیل فوټسال څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ د برازیل په کوربتوب د " برازیل، افغانستان، ایران او ګرین لنډ " ترمنځ پیل شوې دي، چې افغانستان په دغو سیالیو کې په لومړنۍ لوبه کې ګرین لنډ ته ماتې ورکړې وه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS