ميدان وردگ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Jun 16 2025 8:46 AM
ميدان وردگ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې اته ورځې مخکې پيل شوې وې د رباط اتلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پايلوبه کې رباط اتلو او مسعود اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه رباط اتلو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۹۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې مسعود اتلانو لوبډلې ۷۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۶ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د‌ يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS