کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Wed, Jun 25 2025 8:11 PM
کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پاورليفټينګ او مردان اهنين ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له اته کلبونو څخه د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسيک پاورليفټينګ ټاکنيزې سيالۍ د ۳۶ لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

په دغو سیاليو کې ورزشکارانو په څلورو وزني کټګوريو له ۵۳ څخه تر مثبت ۱۲۰ کيلوګرامه وزن کې سیالي ترسره کړې، چې په پايله کې يې ۳۶ تنه د کابل ولايت د کلاسيک پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتيق الله خالد ، د کورنيو چارو وزارت ورزشي مسوولينو، د پاورليفټينګ فدراسيون مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی وو.

د يادو سیالیو په پای کې ۳۶ ورزشکارانو د سرور زرو مډالونه، ۲۵ ورزشکارانو د سپينو زرو مډالونه او ۲۴ ورزشکارانو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

دغه راز یاران حميد او سعادت جيم د ۱۰، ۱۰ سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره په مشترک ډول لومړی مقام، اورانوس جيم د ۶ سرو زرو مډالونو سره دويم مقام او ګرینډ جيم د ۵ مډالونو سره درېيم مقام ترلاسه کړ، چې د مسوولينو له لوري ورته مډالونه، کپونه، ستاينليکونه او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د کلاسيک پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه پيل شوې وې او درې ورځې يې دوام وکړي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS