کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۲۰:۱۱
کابل کې د کلاسيک پاورليفټينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پاورليفټينګ او مردان اهنين ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له اته کلبونو څخه د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسيک پاورليفټينګ ټاکنيزې سيالۍ د ۳۶ لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

په دغو سیاليو کې ورزشکارانو په څلورو وزني کټګوريو له ۵۳ څخه تر مثبت ۱۲۰ کيلوګرامه وزن کې سیالي ترسره کړې، چې په پايله کې يې ۳۶ تنه د کابل ولايت د کلاسيک پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتيق الله خالد ، د کورنيو چارو وزارت ورزشي مسوولينو، د پاورليفټينګ فدراسيون مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی وو.

د يادو سیالیو په پای کې ۳۶ ورزشکارانو د سرور زرو مډالونه، ۲۵ ورزشکارانو د سپينو زرو مډالونه او ۲۴ ورزشکارانو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

دغه راز یاران حميد او سعادت جيم د ۱۰، ۱۰ سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره په مشترک ډول لومړی مقام، اورانوس جيم د ۶ سرو زرو مډالونو سره دويم مقام او ګرینډ جيم د ۵ مډالونو سره درېيم مقام ترلاسه کړ، چې د مسوولينو له لوري ورته مډالونه، کپونه، ستاينليکونه او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د کلاسيک پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه پيل شوې وې او درې ورځې يې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۴۴
Background image

هرات کې د دیني مدرسو فوټسال جام د جامعه الاسلام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او په ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو کې ورزش ته د ودې مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د دیني مدرسو فوټسال جام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۴۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې ۳۰ تنو لامبو وهونکو ته د ډوبېدو ژغورنې سیمینار پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د لامبو وهلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز مزار شریف ښار د ابي الماس ګروپ پارک په لامبو وهلو حوض کې د استاذ محمد رضا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۸
Background image

جوزجان؛ قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS