کونړ؛ اسمار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Wed, Jul 09 2025 9:03 AM
کونړ؛ اسمار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسمار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د زلمیانو او سوپر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه زلمیانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٥ منډو هدف وټاکه. سوپر سټار لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS