کونړ؛ نورګل ولسوالۍ کې د ١۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نورګل ولسوالۍ کې د ١۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بازانو او فرېنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه. فرېنډز لوبډلې ټاکلی د یوې ویکټې په زیان د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.