کونړ؛ نورګل ولسوالۍ کې د ١۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۱۴
کونړ؛ نورګل ولسوالۍ کې د ١۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نورګل ولسوالۍ کې د ١۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بازانو او فرېنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه. فرېنډز لوبډلې ټاکلی د یوې ویکټې په زیان د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۵۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شوبار استقلال لوبډلې په اتلولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خیلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او ملي او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

BACK TO NEWS