کابل؛ د تکواندو ۱۶ کسیزه ملي لوبډله د تکواندو آزادو سیالیو کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړه

org_admin
Mon, Aug 11 2025 9:35 PM
کابل؛ د تکواندو ۱۶ کسیزه ملي لوبډله د تکواندو آزادو سیالیو کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون ۱۶ کسیزه ملي لوبډله د دغې رشتې په نړۍوالو آزادو سیالیو کې د ګډون په موخه قزاقستان ته لاړه.

په دغه ۱۶ کسیز ترکیب کې شپږ تنه د تنکیو ځوانانو او اته تنه د لویانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو او دوه تنه روزونکي شامل دي.

دغو لوبغاړو له سفر مخکې د هېواد د ورزش ادرې له عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق سره ولیدل. ښاغلي وثیق دغو ورزشکارانو ته د لوبو او سفر اړوند لازمې لارښوونې وکړې او په سیالیو کې یې ورته د بریا دعا وکړه.

ټاکل شوې، چې د تکواندو نړۍوالو آزادو سیالیو کې به د لویانو ورزشکارانو سیالۍ د روانې اګشت میاشتې په ۱۴مه او د تنکیو ځوانانو سیالۍ به د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS