د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

org_admin
Mon, Sep 01 2025 7:13 AM
د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره، ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ آسيا جام غوراوي سياليو کې د ګډون په موخه نن( يکشنبه، د وږي ۹مه) ميانمار هېواد ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې او فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او نورو ورزشي مسوولينو ګډون درلود، چې ښاغلي وثيق وويل، خوښ یم، چې نن له هغه ځوانانو سره وينم، چې د افغانستان په استازولۍ به د اسیا جام فوټبال غوراوي سياليو کې ګډون وکړي.

دغه راز نوموړي لوبغاړو ته په خطاب کې وويل، تاسو په دغه سياليو کې د افغانستان سفيران يئ، نو تاسو بايد د افغانستان ښه استازولي وکړئ او هيله يې څرګنده کړه، چې له دغو سياليو به ډک لاس هېواد ته راستانه شئ.

دغه راز د دې ادارې او فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، افغان لوبډله يوه منسجمه لوبډله ده، چې د داخلي لوبغاړو سربيره پکې په بهرنيو هېوادونو کې ميشت افغان فوټبالرانو هم شتون لري او تمه يې وښوده، چې وه به کولی شي خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي او ښه نتيجه به لاسته راوړي.

دغه راز نوموړي وويل، افغان لوبډله د قوي او پياوړو لوبغاړو سربېره په خپل منځ کې ښه همغږي او يووالی لري، چې دوی به بريا ته ورسوي.

د ۲۰۲۶ له ۲۳ کلنو کم عمره ځوانانو فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ به د روان ميلادي کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ په ۱۱ بېلابېلو ګروپونو کې پيل شي او د همدې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان به د دغو سياليو په «B» ګروپ کې د کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ويلو ده، چې افغانستان به په يادو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د روان ميلادي کال د سپتمبر مياشتې په درېيمه نېټه د جاپان پر وړاندې ترسره کړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS