د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۷:۱۳
د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره، ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ آسيا جام غوراوي سياليو کې د ګډون په موخه نن( يکشنبه، د وږي ۹مه) ميانمار هېواد ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې او فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او نورو ورزشي مسوولينو ګډون درلود، چې ښاغلي وثيق وويل، خوښ یم، چې نن له هغه ځوانانو سره وينم، چې د افغانستان په استازولۍ به د اسیا جام فوټبال غوراوي سياليو کې ګډون وکړي.

دغه راز نوموړي لوبغاړو ته په خطاب کې وويل، تاسو په دغه سياليو کې د افغانستان سفيران يئ، نو تاسو بايد د افغانستان ښه استازولي وکړئ او هيله يې څرګنده کړه، چې له دغو سياليو به ډک لاس هېواد ته راستانه شئ.

دغه راز د دې ادارې او فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، افغان لوبډله يوه منسجمه لوبډله ده، چې د داخلي لوبغاړو سربيره پکې په بهرنيو هېوادونو کې ميشت افغان فوټبالرانو هم شتون لري او تمه يې وښوده، چې وه به کولی شي خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي او ښه نتيجه به لاسته راوړي.

دغه راز نوموړي وويل، افغان لوبډله د قوي او پياوړو لوبغاړو سربېره په خپل منځ کې ښه همغږي او يووالی لري، چې دوی به بريا ته ورسوي.

د ۲۰۲۶ له ۲۳ کلنو کم عمره ځوانانو فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ به د روان ميلادي کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ په ۱۱ بېلابېلو ګروپونو کې پيل شي او د همدې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان به د دغو سياليو په «B» ګروپ کې د کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ويلو ده، چې افغانستان به په يادو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د روان ميلادي کال د سپتمبر مياشتې په درېيمه نېټه د جاپان پر وړاندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۵۰
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۵
Background image

بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ په ګنبد حوزه کې د ورورولۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۲
Background image

د سامبو کورش ملي لوبډلې لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته روان شول

د سامبو کورش ملي لوبډلې یو روزونکی او دوه لوبغاړي د ځوانانو اسیايي سیالیو درېیم پړاو کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته روان شول.

یادې سیالۍ، چې له ۱۴ تر ۱۷ کلونو عمري کټګورۍ کې تر سره. . .

BACK TO NEWS