دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شهرستان ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل و، چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
