کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
