کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۸
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۰
Background image

د کندز مرکز ښار کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

پ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

غزني کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ په تالو او ساندا سبکونو کې د ووشو ټاکنیزې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS