غزني؛ په جاغوريو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د جاغوري ولسوالۍ د غجوربا کلي په ميهن ورزشي جمنازيوم کې د لوی اختر په مناسبت د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د عدالت او ميهن تمقول لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې عدالت لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
