غزني؛ په جاغوريو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۰:۴۸
غزني؛ په جاغوريو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د جاغوري ولسوالۍ د غجوربا کلي په ميهن ورزشي جمنازيوم کې د لوی اختر په مناسبت د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د‌ عدالت او ميهن تمقول لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې عدالت لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS