ميدان وردګ؛ په جلريز ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او جلريز ولسوالۍ ورزشي کمېټې په همغږۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د فاميليو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د ياد ولايت د ورزشي مسولينو ترڅنګ ګڼ شمېر ورزشکارانو او دورزش مينوالو برخه اخيستې وه.
د يادو سياليو پايلوبه د موسهي او فاميليو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې فاميليو لوبډلې خپلې سيالې موسهي لوبډلې ته د ۳_۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالي او و زش ته وده ورکول وو.
د يادونې وړ ده ، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته پسه د ډالۍ په ډول ورکړل شو.
