ميدان وردګ؛ په جلريز ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۹:۵
ميدان وردګ؛ په جلريز ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او جلريز ولسوالۍ ورزشي کمېټې په همغږۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د فاميليو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د ياد ولايت د ورزشي مسولينو ترڅنګ ګڼ شمېر ورزشکارانو او د‌ورزش مينوالو برخه اخيستې وه.

د يادو سياليو پايلوبه د موسهي او فاميليو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې فاميليو لوبډلې خپلې سيالې موسهي لوبډلې ته د ۳_۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالي او و زش ته وده ورکول وو.

د يادونې وړ ده ، چې په‌ پای کې اتلې لوبډلې ته پسه د ډالۍ په ډول ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS