په بلخ کې د رسنيزو اړيکو د قوي کېدو او خبر ليکنې سمينار پيل شو

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست د استازو له لوري په بلخ ولايت کې د شمال او شمال شرقي نهو ولايتونو د ورزشي آمريتونو د ورزشي خبر جوړونې مسولينو ته د رسنيزو اړيکو د قوي کېدو او خبر ليکنې سمينار پيل شو.
دغه سمينار، چې دوه ورځې دوام کوي، په لومړۍ ورځ يې ګډونوالو ته له رسنيو سره د اړيکو او خبر ليکنې ځانګړنو پر اړه معلومات ورکړل شول او په دويمه ورځ به د عکاسۍ په اړه معلومات ورکړل شي.
د دغه سمينار موخه د ولايتونو د نشراتي مسوولينو ظرفيت لوړونه ده.
د يادونې وړ ده، چې په دغه سمينار کې د بغلان، کندز، تخار، بدخشان، سمنگان، جوزجان، فاریاب، سرپل او بلخ ولايتونو استازو ګډون کړی. ياد سمينار ګډونوالو مثبت ارزولی او ويلي يې دي، چې دغه سمينار ورته ګټور او له لاسته راوړنو ډک دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست په پام کې لري، چې ورته سمينارونه د هيواد په مختلفو زونونو کې وړاندې کړي.