په بلخ کې د رسنيزو اړيکو د قوي کېدو او خبر ليکنې سمينار پيل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۰:۲۸
په بلخ کې د رسنيزو اړيکو د قوي کېدو او خبر ليکنې سمينار پيل شو

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست د استازو له لوري په بلخ ولايت کې د شمال او شمال شرقي نهو ولايتونو د ورزشي آمريتونو د ورزشي خبر جوړونې مسولينو ته د رسنيزو اړيکو د قوي کېدو او خبر ليکنې سمينار پيل شو.

دغه سمينار، چې دوه ورځې دوام کوي، په لومړۍ ورځ يې ګډونوالو ته له رسنيو سره د اړيکو او خبر ليکنې ځانګړنو پر اړه معلومات ورکړل شول او په دويمه ورځ به د عکاسۍ په اړه معلومات ورکړل شي.

د دغه سمينار موخه د ولايتونو د نشراتي مسوولينو ظرفيت لوړونه ده.

د يادونې وړ ده، چې په دغه سمينار کې د بغلان، کندز، تخار، بدخشان، سمنگان، جوزجان، فاریاب، سرپل او بلخ ولايتونو استازو ګډون کړی. ياد سمينار ګډونوالو مثبت ارزولی او ويلي يې دي، چې دغه سمينار ورته ګټور او له لاسته راوړنو ډک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست په پام کې لري، چې ورته سمينارونه د هيواد په مختلفو زونونو کې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS