پکتيا؛ مرکز گردېز ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
Sat, May 18 2024 12:09 PM
پکتيا؛ مرکز گردېز ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کيک بوکسنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په مرکزي سټوډيوم کې د شپږو ولایتونو د ۳۵ جوړو ترمنځ په کي ون (K 1) سبک کې د کيک بوکسنگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

په يادو سياليو کې د کابل، کاپيسا، کندهار، پکتيکا، باميان او کوربه پکتيا لوبډلو گډون کړی وو.

دغه سیالۍ، چې د ورزشکارانو د يووالي په موخه ترسره شوې، په پايله کې پکتيا لومړی، کابل دويم او پکتيکا بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS