خوست؛ صبریو ولسوالۍ کې ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Jun 17 2024 7:05 PM
خوست؛ صبریو ولسوالۍ کې ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عرفان دلپوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عرفان دلپوري او واحد نور شمشیخېلو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د عرفان دلپوري لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د روژې مبارکې میاشت کې پیل شوې وې، خو د موسمي کارونو او پرلپسې اورښتونو له امله ځنډېدلې وې.

د سیالۍ په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS