خوست؛ صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د قومونو د پیوستون په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د قومونو د پيوستون په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دا سيالۍ چې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د تڼيو منتخبې او مسټر زيار لوبډلو ترمنځ د شدېد اورښت له امله مساوي پای ته ورسېده.
