زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينگ سبک سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينگ سبک سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له عبدالقيوم، علاو الدين او احمد کلبونو څخه ورزشکارانو د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې د علاو الدين کلب په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه په يادې ولسوالۍ کې د واکو کيک بوکسينگ سبک ته وده ورکول و او يوه ورځ يې دوام وکړ