کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۷
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د صبح صادق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د صبح صادق او مراد شيخ لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې صبح صادق لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۲۰:۱۴
Background image

جشن ورزشی گرامی‌داشت از ۲۴ اسد با اجرای نمایشات متنوع ورزشی در کابل برگزار شد

جشن ورزشی به‌مناسبت گرامی‌داشت از ۲۴ اسد، سالروز فتح و پیروزی ا.ا.افغانستان، از سوی ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور با حضور گسترده هزاران ورزشکار از ۵۸ فدراسیون ورزشی در کابل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۱
Background image

آغاز مراسم رسمی گرامی داشت از ۲۴ اسد!

آغاز مراسم رسمی گرامی داشت از ۲۴ اسد!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴۰
Background image

تا لحظات دیگر، مراسم گرامی‌داشت از ۲۴ اسد، سالروز فتح و پیروزی ا.ا.افغانستان، آغاز خواهد شد.

تا لحظات دیگر، مراسم گرامی‌داشت از ۲۴ اسد، سالروز فتح و پیروزی ا.ا.افغانستان، آغاز خواهد شد.

BACK TO NEWS