کندز پيروزي لوبډلې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه د فوټبال ليگ سيالۍ د کندز پيروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سیالیو کې د کندز پيروزي، بغلان، تخار او باميان ولايتونو لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې کندز پيروزي لوبډلې خپلې سيالې بغلان لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله او همدارنگه تخار لوبډلې دويم او بغلان لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادولو وړ ده، چې دغه سيالۍ د هېواد شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال مقدماتي سياليو ته د اتلې لوبډلې معلومولو په پار ترسره شوې او پنځه ورځې يې دوام وکړ.