هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د احمدي یارانو او میوند لکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت کې ۲/۲ مساوي شوه، خو په پنالټیو کې احمدي یارانو لوبډلې د ۲/۱ ګول په توپیر خپلې سیالې میوند لکي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د سیالیو په پای کې شفیع الله د لوبې غوره لوبغاړی، بشیر احمد غوره ګول وهونکی او ګل احمد غوره ګول ساتونکی اعلان شو.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.