پکتیا کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز په خواجه حسن سیمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ د حېدر کرار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې حېدر کرار لوبډلې د ۰/۲ گولونو په توپیر خپلې سیالې ذوالفقار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د فوټبال ورزش ته وده ورکول وو، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.