په پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورټ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې، د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورټ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې او په پايله کې ۲۰ تنه غوره ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.