کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يې ورزشونو ملي لوبډلو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۴
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يې ورزشونو ملي لوبډلو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يي ورزشونو ملي لوبډلو هغه ورزشکاران، چې په آسیايي او نړيوالو سياليو کې يې اتلولي او مډالونه ګټلي و د تود هرکلي ترڅنګ د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستايل.

دغه ستاينغونډه کې، چې د المپيک د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د هېواد ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې ورزشي سلاکار او د پهلوانۍ فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، اداري او مالي رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، د دفتر رئیس فضل الرحمن بري، د مشورتي بورډ غړي سيد مبشر اغا، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د بېلابېلو فدراسيونونو رئیسانو، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو، د رسنيو استازو او یو شمیر مينوالو ګډون کړی وو.

د دې غونډې ګډونوالو ته د وينا پر مهال د ورزش ادارې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي ټولو هېوادوالو او ورزشکارانو ته، د دغه سترې لاسته راوړنې او اتلولۍ مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د هېواد ورزش اداره به تل ستاسو ملاتړ کوي او ستاسو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

دغه راز د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني وويل، د وياړ ځای دی چې د هېواد ورزشکاران او پهلوانان په نړيوالو او اسيايي سياليو کې ګډون کوي او د مډالونو ترڅنګ اتلولۍ هېواد ته راوړي.

په دغه ستاينغونډه کې هغه پهلوانان، چې د پهلوانۍ «محمد ابراهيم مصطفی جام» نړيوالو ۳۶م پړاو سیالیو د ځوانانو کټګورۍ په انفرادي برخه کې يې څلور د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه او په ټیمي بڼه یې له ۵۶ امتیازونو سره لومړی مقام خپل کړی و وستايل.

دغه راز يې د دې سياليو د لويانو کټګورۍ په انفرادي برخه کې دوه د سرو رزو، درې د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونو ګټونکي، چې په ټیمي بڼه یې له ۶۲ امتیازونو سره دویم مقام وګاټه هم وستايل شول.

همدارنګه د زورخانه یي ورزشونو ملي لوبډلې هغه ورزشکاران ،چې د زورخانه یي ورزشونو د اسیا اتلولۍ اووم پړاو سیالیو کې يې د برونزو له ۱۱ مډالونو سره د ۱۸ هېوادونو له منځه درېیم مقام ترلاسه کړ په ډاليو او ستاينليکونو سره وستایل.

د ويلو ده، چې د پهلواني سيالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون د مصر هېواد په اسکندریه ښار کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۹مه پيل شوې وې او تر ۱۴مې نېټې يې دوام وکړ. دغه راز د زور خانه يي ورزشونو سیالۍ د ایران هېواد په کوربه توب د روانې میلادي میاشتې پر ۸مه پیل شوې وې او د اکتوبر مياشتې تر ۱۱مې نېټې يې دوام وکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

بلخ؛ مسابقات کورش با اشتراک ۱۰۰ ورزشکاردر شورتپه برگزار شد

رقابت‌های کورش با اشتراک ۱۰۰ تن از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته درهمکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ ، در ولسوالی شورتپه برگزار شد.

در این رقابت ها ۲۰ بازی مساوی و ۳۰ تن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

بلخ؛ مسابقات کورش با اشتراک ۶۰ ورزشکاردر ولسوالی کلدار برگزار شد

رقابت‌های کورش با اشتراک ۶۰ تن از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته درهمکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ ، در شهرک حیرتان ٰولسوالی کلدار برگزار شد.

در این رقابت ها ۱۰ بازی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

بلخ؛ مسابقات کورش با اشتراک ۸۰ ورزشکار در ولسوالی بلخ برگزار شد

رقابت‌های کورش با اشتراک ۸۰ تن از سوی مسؤل ورزشی ولسوالی بلخ درهمکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ ، در ولسوالی بلخ برگزار شد.

در این رقابت ها ۱۰ بازی مساوی و ۳۰ تن حریفان خود. . .

BACK TO NEWS