له اسیایي سیالیو څخه د رزمي ورزشونو د مډال ګټونکو ورزشکارانو تود هرکلی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۲۱:۲
له اسیایي سیالیو څخه د رزمي ورزشونو د مډال ګټونکو ورزشکارانو تود هرکلی وشو

د رزمي ورزشونو مډال ګټونکي دوه لوبغاړي، فياض احمد ابراهيمي او احمد قيومي د بحرين په کوربتوب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې ذږد سپینو زرو او یو د برنزو مډال له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول، چې د هېواد ورزش ادارې د رهبرۍ، د رزمي ورزشونو فدراسیون مسولينو او د هېوادوالو له لوري يې تود هر کلی وشو.

د دې لوبغاړو د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، دا زموږ د ورزشکارانو شهامت دی، چې په ډېرو کمو امکاناتو سره په نړيوالو ميدانونو کې ځلیږي او وياړونه ګټي، زه د دې ستر وياړ مبارکي د دې رشتي فدراسيون او ټول افغانستان ته وايم.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وويل، څنګه چې ټول هېوادوال شاهد دي، چې د ا.ا له واکمنیو وروسته، د المپيک، بدني روزنې او ورزش ادارې د ښې رهبرۍ او د استادانو د زياتو هڅو په نتيجه کې موږ په تېرو څلورو کلونو کې د زياتو وياړونو شاهدان یوو.

دغه راز نوموړي، المپیکي سيالۍ سختې سيالۍ يادې کړې او په يادو سياليو کې يې د افغان ورزشکارانو له لوري يو د سپینو زرو او يو د برنزو مډال ګټلو مبارکي ټولو هېوادوالو ته وويله.

د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسیايي سیالیو په رزمي برخه کې فیاض احمد ابراهیمي په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې خپلو قرغيزستاني او هندي سیالانو ته ماته ورکړه، خو د متحده عربي اماراتو سیال پر وړاندې یې ماته وخوړه او د سپینو زرو مډال ګټونکی شو او همدارنګه احمد قيومي په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې خپله لومړۍ لوبه له هندي سیال څخه وګټله او په دویمه سیالۍ کې یې له خپل ایراني سیال څخه ماته وخوړه او د برنزو مډال يې وګاټه.

د دې ورزشکارانو د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع،د هېواد ورزش ادارې د نشراتو رييس اتل مشواڼی، د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رئيس مفتي حبیب الله قتاده نوري، د ورزش اداري مشاور محمد يوسف افتخار، د مشورتي بورډ غړي سيد مبشر اغا ، د رزمي ورزشونو فدراسيون فني او مسلکي مرستيال استاد عبدالواسع قيومي، ورزشي مسؤلینو او ګڼ شمېر هېوادوالو ګډون کړی وو.

د ویلو ده، چې د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسيايي سیالۍ د بحرین په کوربتوب د ۴۵ هېوادونو په ګډون ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه په دې سياليو کې د اتو بېلابېلو ورزشي رشتو ۳۱ ورزشکارانو ګډون کړی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ برگزاری رقابت های کشتی محلی با اشتراک۶۰ تن در ولسوالی در قد

رقابت های کشتی محلی با اشتراک ۶۰ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در ولسوالی در قد برگزار شد.

در این رقابت ها ۳۰ تن با شکست دادن حریفان خود دست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ برگزاری رقابت های رسیمان کشی با اشتراک۱۸ تن در شهر تالقان

رقابت های میان سه تیم با اشتراک ۱۸ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در مرکز شهر تالقان برگزار شد.

در این رقابت ها تیم محمد اسماعیل مقام اول و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

تخار؛ برگزاری رقابت های پرتاب سنگ با اشتراک ۴۰ تن در شهر تالقان

رقابت های پرتاب سنگ با اشتراک ۴۰ تن از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در مرکز شهر تالقان برگزار شد.

در این رقابت ها محمد نظر،وحید الله و احسان الله. . .

BACK TO NEWS