د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ د ۲۵ بايسکل ځغلونکو پر ټاکلو پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲۸
د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ د ۲۵ بايسکل ځغلونکو پر ټاکلو پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۴ ولايتونو څخه د ۵۵ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د سرکوي( جاده يي) سبک ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې درې ورځې وړاندې له کابل څخه تر ننګرهاره پورې واټن کې پيل شوې وې، د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې ته د ۲۵ لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ په درېيو پړاونو کې ترسره شوې، چې لومړی پړاو يې له کابل څخه د لغمان ولايت تر دوه لارې، دويم پړاو يې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له انګړ تر تورخم او درېيم پړاو يې بیا د دې ولايت د ورزش رياست له انګړ تر ګامبيري ډاګه پورې ترسره شو، چې په پايله کې يې ۲۵ تنه د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

دغه راز په يادو سياليو کې د کابل ولايت څخه محمد شريف يعقوبي د ۷۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، د خوست ولايت رحمت الله ځلاند د ۶۵ نمرو سره دويم مقام او نقيب الله طوطاخيل د کابل ولايت څخه د ۶۴ نمرو په ترلاسه کولو درېيم مقام خپل کړ، چې د فدراسيون له لوري ورته کپونه, مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، اداري مشاور محمد يوسف افتخار، د دې فدراسيون سرپرست رئیس سيد نبي الله سادات، د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس عبدالسلام وزيروال، د هېواد ورزش ادارې او د ننګرهار بدني روزنې ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس عبدالسلام وزيروال ټولو راغلو ورزشکارانو او مسوولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دوې د فعاليتونو ستاينه وکړه او د دې ملي سياليو کوربتوب يې خپل وياړ وباله.

دغه راز د هېواد ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس وويل، دا د شکر ځای دی، چې زموږ ورزشکاران په ډېرو کمو امکاناتو په نړيوال سياليو کې وياړونه ګټې او هېواد ته افتخارات راوړي.

دغه راز نوموړي، د بايسکل ځغلونې لوبه يوه تاريخي او پخوانۍ لوبه وبلله او د دې سياليو د فدراسيون او د هېواد ورزش ادارې له مسوولينو يې د دې سياليو په برابرولو او په ښه توګه سرته رسولو مننه وکړه.

همدارنګه د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون سرپرست رئيس سيد نبي الله سادات له ټولو مسوولينو د مننې ترڅنګ، د دې سياليو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

د ويلو ده، چې دې سياليو د کوهستاني يا غرني سبک سيالۍ د ۲۸ لوبغاړو ترمنځ په کابل کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۱۰ تنه ملي لوبډلې ته وټاکل شول او لايق الله شايق فضيلي د باميان ولايت څخه پکې لومړی مقام محمد ذبيد رحماني او حکمت الله طيبي د هرات ولايت څخه په ترتيب دويم او درېيم مقام ترلاسه کړ، چې د مسوولينو له لوري ورته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

هرات؛ رقابت‌های پرتاب سنگ با اشتراک ۱۸ تن در مرکز برگزار شد

رقابت‌های پرتاب سنگ با اشتراک ۱۸ تن، از سوی مدیریت بازی های ملی و محلی در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت هرات، در مرکز شهر این ولایت برگزار شد.

در این رقابت ها از میان اشتراک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

هرات؛ برگزاری سمینار داوری ورزش های رزمی با اشتراک ۴۰ تن در مرکز

دور دوم سمینار داوری ورزش های رزمی با اشتراک ۴۰ تن، از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت هرات، در مرکز شهر این ولایت برگزار شد.

این سمینار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۲۸
Background image

بدخشان؛ مسابقات بزکشی میان ۱۰۰ چاپنداز در ولسوالی کشم پایان یافت

رقابت‌های بزکشی میان ۱۰۰ چاپنداز از طرف نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با آمریت‌ تربیت بدنی و ورزش ولایت بدخشان، در میدان ورزشی ولسوالی کشم پایان یافت.

اولاق های آخر این. . .

BACK TO NEWS