ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۲۰:۳۸
ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د څپرو ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د ولي محمد دروېش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د يادو سياليو پايلوبه د ولي محمد دروېش او رحمت الله آمرخېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، رحمت الله آمرخېل لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف کېښود، ولي محمد دروېش لوبډلې ياد هدف د لوبې په ۱۰م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۶
Background image

مسابقات منتخب موی تای در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون موی تای در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های منتخب این رشته را میان ۲۴۵ ورزشکار از ۱۵ ولایت در جمنازیوم ورزشی احمدی برگزار شد.

ورزشکاران شرکت کننده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS