زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د له درېوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د استاد عبدالحق کلب ورزشکارانو لومړی مقام تر لاسه کړ.
