خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې؛ د سعدي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سعدي لوبډلې د ٣ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې ټېنډي کلي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
