زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ لوړې چینې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لوړې چینې لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې مانده لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
