پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر وزیرستان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې وزیرستان لوبډلې د اتو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ملک شاهي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
