پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د مس رېسلېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا مس رېسلېنګ سیالۍ ترسره شوې.
په یادو سیالیو کې نيازالله په ۹۰ کيلو ګرامه وزن کې لومړی مقام، فتح خان په ۸۰ -۸۹ کيلو ګرامه وزن کې دویم او عبد المالک په ۶۰ -۶۹ کيلوګرامه وزن کې درېیم مقام ترلاسه کړ.
