د تکواندو ۱۶ کسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړه
د تکواندو ۱۶ کسیزه لوبډله، چې ۶ د مبارزې، ۳ د پومسې برخه کې ورزشکاران؛ ۲ لوبڅاران، ۲ روزونکي، ۲ مرستیال روزونکي او یو هیئت پکی شامل دی، د تکواندو نړۍوال فدراسیون ریاست اتم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ولاړه.
دغه سیالۍ له ۴۰ څخه د ډېرو هېوادونو په ګډون نن( د اګسټ ۱۷) پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.
