د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د فري رنېنګ پارکور او سکېټ ورزشي نندارې ترسره شوې.
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د آزادي د پنځمې کلیزې په مناسبت د فري رنېنګ پارکور او سکېټ ورزشي نندارې ترسره شوې. دغو نندارو ته زرګونه خوست مېشتي هېوادوال راغلي و او د ورزشکارانو ستاینه یې وکړه.
